سعودي عربستان: د یمن په مارب ښار کې له سلو ډېر وسله وال وژل شوي

ارشیف، د یمن مارب ښار

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف پرون چهارشنبه (د تلې ۲۱مه) اعلان وکړ چې په یمن کې د مارب په جنوب کې تر سل ډېر وسله وال وژل شوي دي.

ریاض وایي چې دا درېیمه ورځ ده چې پردې ستراتیژیک ښار درنه جګړه روانه ده.

د رویټرز اژانس په وینا د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف وایي چې د دوشنبې په ورځ تر ۱۵۶ ډېر او د سې شنبې په ورځ تر ۱۳۴ ډېر حوثي یاغیان وژل شوي دي او د یمن په عبدیه سیمه کې د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو ته وروستي اوښتي تلفات تر ۱۰۸ زیات وو.

حوثیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حوثي یاغیانو په دوه زره څوارلسم کال کې د یمن پلازمېنه صنعا چې د مارب د لویدیځ په یوسل او شل کیلومترۍ کې پرته ده، ونیوله.

تردې وروسته سعودي عربستان په یمن کې مداخله پیل کړه.