جرمني: د پولنډ او بلاروس له لارې د راتلونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی

ارشیف، جرمني ته یو شمېر ورتلونکي پناه غوښتونکي

د جرمني چارواکي وايي، د پولنډ او بلاروس له لارې د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.

د جرمني فدرال پولیس وايي، د اګسټ له میاشتې دغه هېواد ته تر ۴،۳۰۰ ډېر غیر قانوني کډوال ورغلي دي.

د دوی په وینا اکثره کډوال چې د عراق، سوریې، یمن او ایران وګړي دي، اسناد نه‌لري او د بلاروس له لارې ورغلي دي.

اروپايي اتحادیې په بلاروس تور پورې کړی چې له کډوالو څخه د وسلې په توګه د نورو هېوادونو پر ضد کار اخلي.