امریکا: غواړو افغانانو ته ډپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ برابر کړو

ولسمشر جو بایډن

د امریکا متحد ایالاتونه وايي، غواړي له نړیوالې ټولنې سره یوځای افغانانو ته ډپلوماتیک، بشري او اقتصادي ملاتړ برابر کړي.

سپینه ماڼۍ افغانستان وايي، ولسمشر جو بایډن د نړۍ د شلو اقتصادلرونکو هېوادونو یا جي شل انلاین غونډې ته دا خبره پرون وکړه.

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې د غونډې برخه والو د ټرورېزم او د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د خطر په وړاندې د مبارزې د دوام پر اهمیت هم بحث وکړ.

د اعلامیې له مخې برخه والو ومنله چې د ښځو، نجونو او نورو اقلیتونو د اساسي-بشري حقونو ملاتړ مهم دی.