طالبان: کاپیسا کې د 'کاساـ زر' لپاره د برېښنا ۱۵۰ ستنې نصب شوې

د کاسا زر نقشه

د طالبانو حکومت وايي، د کاساـ۱۰۰۰ پروژې د ملاتړ لپاره په کاپیسا کې د برېښنا ۱۵۰ ستنې یا پایې نصب شوې.

باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه پایې په حصه اول ولسوالۍ کې لګول شوي او ۳۵۰ نورې پایې به هم د برېښنا عمومي ریاست له خوا په کاپیسا کې ودرول شي چې زیات خلک د برېښنا له نعمته برخمن شي.

د کاساـ۱۰۰۰ په نوم پروژې له لارې قرغیزستان او تاجکستان ۳۰۰ مېګا واټه برېښنا افغانستان او ۱۰۰۰ مېګا واټه برېښنا پاکستان ته لېږدوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې افغانستان ۱۴۰۰ مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوس مهال یې یوازې ۷۵۰ مېګا واټه لري.

خو په وروستیو کې اقتصادي ستونزو ته په کتو داسې اندېښنې ولاړې شوي، که د وارداتي برېښنا پیسې پر وخت ورنه کړل شي، پر افغانستان ښايي دغه برېښنا بنده شي.