د امریکا د متحدو ایالاتونو د سمندري ځواک یو انجنیر او د هغه مېرمن یوه بهرني هېواد ته د سمندري ځواک د پټو اطلاعاتو د خرڅولو په هڅه تورن شول.
قاضي امر کړی چې دواړه تورن کسان به د دې اوونۍ تر پایه تر بلې محاکمې پورې په توقیف کې وساتل شي.
جاناتان او دیانا توبي (Diana Toebbe) پرون د لنډې شېبې لپاره ویسټ ورجنیا ایالت په یوه فډرال محکمه کې حاضر کړای شول.
په دې لنډکۍ محاکمه کې د دې قضیې په اړه هېڅ ډول واقعي معلومات له برخه والو سره شریک نه شول.
قاضي امر وکړ چې د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې چې دوی به بیا محاکمې ته راوستل کېږي دواړه په توقیف کې وساتل شي.