د افغانستان په تړاو د 'جي۲۰' هېوادونو د فوق‌العاده غونډې پيل

جي۲۰

د «G20» هېوادونو مشرانو د افغانستان په تړاو خپله فوق‌العاده غونډه پيل کړې ده.

تمه کېږي چې دوی د افغانستان د روان کړکېچ د ځوابولو لپاره په حل لارو بحث وکړي.

تر دې سرمشریزې مخکې کوربه ایټالیا په ګډونوالو غږ کړی چې له افغانستان سره بې‌قید او شرط مرستې وکړي.

«G20» د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، اروپایي ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سوېلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو، سوېلي افریقا، ترکیې او اندونیزیا څخه جوړ دی.

تمه کېږي چې د نړۍ د ۲۰ بډایه هېوادونو په مشرانو سربېره، د قطر استازی، د پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او ملګري ملتونه په نننۍ سرمشریزه کې ګډون وکړي.