د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د یو میلیارد یورو مرستې هوډ

د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا وون دیرلاین

اروپايي ټولنې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو چارو د سقوط د مخنیوي لپاره د یو میلیارد یورو د مرستې هوډ کړی دی.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون دیرلاین نن اعلان وکړ چې په جي شل سرمشریزه کې به د افغانانو د ملاتړ دا بسته وړاندې کړي او ارزښت‌یې یو میلیارد یورو ته رسېږي.

وون دیرلاین په خپل ټویټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي موږ باید هر څه چې کولای شو وکړو څو په افغانستان کې د لوی بشري او اقتصادي-ټولنیز سقوط مخه ونیسو.

هغې ویلي په دې کې هغه ۳۰۰ ملیونه یورو هم شاملې دي چې مخکې د عاجلو بشري مرستو لپاره اعلان شوې وې.

د اروپايي کمېسیون مشرې همداراز وضاحت ورکړی چې دا مرستې د افغانانو او د دغه هېواد د هغو ګاونډیانو لپاره دي چې همکاري یې کړې ده.