په هند کې د بندرونو تر ټولو لوی عملیاتي شرکت اعلان کړی چې د نوومبر له نیمایي وروسته د افغانستان، ایران او پاکستان څخه کانټینر شوې کارګو نه مني.
فکر کېږي دا اقدام په هند کې د هیروینو د یوې لویې محمولې د ضبط په خاطر شوی وي.
اډاني پورټس د اکتوبر په ۱۱ مه نېټه وویل چې د ورته کارګو په اړه د "سوداګرۍ مشوره" به د نوومبر په ۱۵ مه نېټه د دې شرکت اړوند ټولو ۱۰ بندرونو او د درېیمې ډلې ترمینلونو باندې پلي شي.
اډاني شرکت له افغانستان، ایران او پاکستان څخه د کانټېنر شوې کارګو د نه منلو په تړاو کوم دلیل نه دی راوړی، خو تیره میاشت د هند لویدیځ ساحل ته نږدې د مونډرا بندر کې د اډاني له دوه کانټینرونو څخه درې ټنه هیروین ترلاسه شوي وو.
چارواکو ویلي و چې دا هیروین اصلاً له افغانستان بار او د ایران د بندر له لارې هند ته رسیدلي وو.
د نیول شوېو هیروینو ټول ټال ارزښت ۲ میلیارډه او شپږ سوه او پنځوس میلیونه ډالره بلل شوی دی.