فوټبال؛ جرمني د فوټبال نړیوال جام ته لاره ومونده

ارشیف؛ د جرمني فوټبال لوبډله

وروسته تر دې چې جرمني مسدونیا ته پرون څلور د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه، لومړی هېواد شو چې د ۲۰۲۲میلادي کال د فوټبال نړیوال جام ته لاره وکړه.

د اروپایي هېوادونو د غوراوي لپاره لس ګروپونه دي، د هر ګروپ د سرلوبډله په قطر کې د فوټبال راتلونکې نړیوال جام ته لاره کوي.

په ایچ ګروپ کې روسیه وروسته تردې سر ته وخته چې سلونیا ته یې دوه د یوه په مقابل کې ماته ورکړه.

په همدې ګروپ کې تر روسیې وروسته کرویشیا ده چې پرون یې له سلواکیا سره لوبه دوه په دوه مساوي کړه.