د ملګرو ملتونو عمومي منشي: افغانستان کې بشري وضعیت ته دې جدي پام وشي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي ترڅو د یوه لوی ناورین مخه ونیول شي.

انتونیو ګوتیرش پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان د اقتصاد د سقوط د مخنیوي لپاره هم باید پراخې هڅې وشي: "دقیقا څلور اوونۍ دمخه، په جنیوا کې بشر دوستانه غونډه جوړه شوې وه. اوس په افغانستان کې بشري ناورین مخ په ډیرېدو دی. اتلس میلیونه خلک چې د افغانستان نیمایي نفوس جوړوي د دې ناورین سره مخ دي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه چې د افغانستان د اقتصاد د بیارغولو لپاره باید لارې ولټول شي او د ډېرو مالي سرچینو په برابرولو دې د اقتصاد د سقوط مخه ونیسي.

په جنیوا کې تېر سېپټمبر د افغانستان په تړاو غونډه وشوه چې په کې د یو میلیارد او دوه سوه میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وشوه خو ویل کېږي چې تر دې دمه یوازې ۳۵ فیصده دا ژمنه شوې مرسته افغانستان ته سپارل شوې.