افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د نوي مسوول تازه څرګندونې

د ملګرو ملتونو لوګو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې نوي مسوول ویلي چې د افغان مېرمنو د غږونو د اورېدو او ملاتړ لپاره یې خپل کار پيل کړ.

مُعیذ دُراید پرون په خپل ټوېټر خبر ورکړی چې تازه د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د دې سازمان د ښځو د برخې مسوول ټاکل شوی.

سره له دي چې ښاغلي معیذ د افغان مېرمنو د ملاتړ ډاډ ورکړی خو ګڼو فعالانو د یوې ښځې پر ځای د هغه په ټاکنه باندې نیوکه کړې ده.

اخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه ټوېټ کې ویلي چې د افغان مېرمنو او نجونو په سختۍ ګټل شوې لاسته راوړنې باید خوندي او حقونه یې تامین شي.

هغه دا ټینګار هم کړی چې له افغان مېرمنو پرته به د افغانستان اقتصاد او ټولنه هېڅکله بیا په خپلو پښو ونه دریږي.