د عراق د پارلماني ټاکنو قسمي پایلې ښیې چې د مقتدا الصدر شیعه ګوند په ټاکنو کې تر ټولو ډیرې رایې ګټلې دي.
عراقي چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۴۱ فیصده وه.
د ۲۰۱۸ کال تر ټاکنو دا اندازه درې فیصده ښکته بلل شوې.
په عراق کې پارلماني ټاکنې د ټاکل شوې نېټې څخه څو میاشتې مخکې ترسره شوې.
د عراق د ټاکنو کمېسیون یوه چارواکي وویل چې مقتدی صدر د شمېرل شوېو رایو له مخې تر دې دمه په سر کې دی.
د عراق پارلمان ۳۲۹ څوکۍ لري. د مقتدی صدر ویاند ویلي، تر دې دمه یې ۷۳ څوکۍ ګټلي. تېر وار د صدر ګوند ۵۴ څوکۍ درلودې.
عراقیانو تېر دوه کاله سختې مظاهرې وکړې، څو بلاخره د عادل عبدالمهدي حکومت وپرځېد او پر ځای یې مصطفی کاظمي صدراعظم شو.
کاظمي هم له وخت مخکې ټاکنو سره موافقه وښوده، خو خپله او ګوند یې ټاکنو ته ونه درېدل.