د داعش مرستیال مشر په عراق کې ونیول شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش مرستیال مشر په عراق کې نیول شوی دی.

د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي نن پر ټویتر په یوه بیان کې دا خبر ورکړ.

هغه لیکلي، د داعش مخکښ غړی سامي جاسم چې د دې ډلې د پخواني مشر ابوبکر البغدادي مرستیال هم و، د عراق استخباراتو نیولی دی. کاظمي په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

بغدادي په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

جاسم د داعش له هغو مشرانو و چې متحده ایالاتو یې د نیولو لپاره جایزه اعلان کړې وه.