د اقتصاد برخه کې د نوبل جایزه درېیو امریکا مېشتو اقتصاد پوهانو وګټله

د اقتصاد په برخه کې د نوبل د ۲۰۲۱ کال جایزه

د اقتصاد په برخه کې د نوبل د ۲۰۲۱ کال جایزه، درېیو امریکا مېشتو اقتصاد پوهانو وګټله.

په سویډن کې د نوبل اکاډمي وايي په کاناډا کې زېږېدلي دیویو کارډ (David Card) امریکايي جوشوا ډي انګرِست (Joshua D Angrist) او هالنډي‌الاصله امریکايي ګویدو ډبلیو امبېنس (Guido W Imbens) ته دا جایزې له غیر پلان شویو تجربو څخه د نتایجو د را ایستلو په خاطر ورکول کېږي.

کارډ په برکلي کې د کالیفورنیا په پوهنتون کې د اقتصاد استاد دی، انګریست په کمبریج ښار کې د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې او امبېنس د سټنفورډ پوهنتون تدریس کوي.

د نوبل کمېټه زیاتوي چې د دوی ګډو هڅو، پر اقتصادي علومو د تجربوي کار بڼه ګردسره بدله کړه.