امریکايي او بریتانیايي وګړو ته خبرداری؛ کابل کې له هوټلونو ځان لیرې وساتئ

کابل کې سرینا هوټل

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا په افغانستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې په کابل کې له هوټلونو ځانونه لیرې وساتي.

دوی په ځانګړي ډول د سرینا هوټل یادونه کړې چې تر ډېره‌یې مېلمانه بهرنیان وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي: "هغه امریکايي وګړي چې په سرینا هوټل کې دننه یا ورته نږدې اوسي، باید د امنیتي ګواښونو له کبله ژر تر ژره له هغه ځایه ووځي."

بل‌خوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم نن خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي خطرونو د زیاتېدو له کبله، په ځانګړي ډول د کابل په هوټلونو کې له استوګنې ډډه وکړي.

دا خبرداری داسې وخت ورکول کېږي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ځینو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی.