د ګرجستان د نیول شوي پخواني ولسمشر صحي وضعیت په 'خرابېدو' دی

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي

د ګرجستان د پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي معالج ډاکتر وايي، دی په روغتون کې درملنې ته اړتیا لري.

د ده ډاکټر په هغه ټلوېزیوني مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، د پخواني ولسمشر صحي وضعیت په خرابېدو دی.

میخایل ساکاشویلي د اکټوبر په لومړۍ نېټه تر نیول کېدو وروسته د نه‌خوړلو اعتصاب پیل کړ.

دی تر اته کلن غیابت وروسته د محلي ټاکنو په درشل کې ګرجستان ته ستون شو.

دی چې په ۲۰۱۸م کال په غیاب کې محکوم شوی و، په وروستیو کلونو کې په اوکراین کې ژوند کاوه.

ده تېره میلادي میاشت د زنداني کېدو له خطر سره سره د اکټوبر د دوهمې نېټې د محلي ټاکنو په درشل کې ګرجستان ته د ستنېدو اعلان وکړ.