د یونېسف خبرداری: د افغانستان روغتیايي سیستم د له‌منځه تلو په حال کې دی

ارشیف

یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یو وار بیا خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیايي سیستم د له‌منځه تلو په حال کې دی.

د یونېسف اجرایي مرستیال عمر عبدي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې چې تازه له الجزیرې خپره شوې ویلي چې د افغانستان د روغتیايي سیستم سقوط څو اوونۍ نه، بلکې وضعه دومره خرابه ده چې ښايي په څو ورځو کې له‌منځه ولاړ شي او یو بشري ناورین رامنځته کړي.

عبدي تازه د کابل له سفره ستون شوی او دا مرکه‌یې کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د ژمي رارسېدو او د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو کمښت د افغانستان روغتیایي سیستم له ګڼو ستونزو سره مخ کړی او ترڅنګ‌یې خوارځواکي هم د یو ملیون افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه واک ته ورسېدل چې ورسره ګڼو مرستندویه ټولنو خپل فعالیتونه محدود کړل.

د ملګرو ملتونو سازمان هم وړاندې خبرداری ورکړی چې که بشري مرستې لکه څنګه چې لازمې دي له افغانستان سره ونه‌شي دا هېواد له یو بشري ناورین سره مخ دی.