یمن کې موټربم چاودنې ۴ کسان وژلي او ۵ یې ژوبل کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د یمن په جنوبي ښار عدن کې په یوه موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، په دې پېښه کې چې نن شوې، څلور واړه وژل شوي کسان سرتېري دي او په ټپیانو کې درې ملکیان شامل دي.

د یمن دولتي خبري اژانس لیکلي چې دا د والي احمد لملس د وژنې یوه تروریستي هڅه وه.

لملس په عدن کې د جنوب د انتقالي شورا سرمنشي دی.

دغه شورا د سعودي عربستان له ملاتړه د برخمن مرکزي حکومت سیاله ګڼل کېږي.

دواړه لوري هڅه کوي د یمن پر جنوب او عدن ښار ولکه ټینګه کړي.

حکومت او د جنوب انتقالي شورا چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف متحدان ګڼل کېږي، که څه هم اړیکې یې زیات وخت ترینګلي وي، خو د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو په وړاندې جنګېږي.