د ایران د اټمي پروګرام مشر وايي، تهران تر هغه څه زیات پاخه شوي یا غني شوي یورانیم لري چې د ملګرو ملتونو اټمي څارونکو ته یې تېره میاشت راپور ورکړی و.
محمد اسلامي پرون ناوخته له دولتي ټلوېزیون څخه په وینا کې وویل، ایران د ۲۰ فیصده غني شویو یورانیمو ۱۲۰ کیلوګرامه لري.
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په سېپټمبر میاشت کې د ایران د غني شوېو یورانیمو اندازه څلور اتیا اعشاریه درې کیلوګرامه اټکل کړې و.
د یوې اټمي وسلې د جوړولو لپاره د ۲۰ فیصده یورانیمو ۱۷۰ کیلوګرامو ته اړتیا وي، خو په زیاتو اټمي وسلو کې څه باندې ۹۰ فیصده غني شوي یورانیم کارول کېږي.
د ۲۰۱۵میلادي کال د اټمي تړون له مخې چې ایران او نړیوالې ټولنې لاسلیک کړی و، تهران اجازه نه درلوده د خپلو یورانیمو بډاینه یا غلظت له درې اعشاریه اووه شپېته فیصدو واړوي.
د اټمي تړون نورو لاسلیک کوونکو موافقه کړې وه چې د تحقیقاتي سکټور لپاره به ایران ته ۲۰ فیصده غني شوي یورانیم برابروي.