طالبان: د اوبو د ځینو بندونو پاتې د کارونو چارې به هم پیل شي

د شاه او عروس د اوبو بند

د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، په نږدې راتلونکي کې به د شاه عروس، پاشدان او بخش اباد د اوبو بندونو د پاتې کارونو چارې پیل شي.

د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون ناوخته خپره شوې ویل شوي چې د یادو بندنو ترڅنګ د هغه پروژو چارې به هم پیل شي چې د اسیا پراختیايي بانک له خوا یې ملاتړ کېده.

خو د دغو پروژو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

په اعلامیه کې دغه شان ویل شوي چې د دې ټولو چارو د ښه مدیریت او پر مخ وړلو لپاره یوې کمېټه هم جوړه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د نورو چارو تر څنګ د ډېری رغنیزو پروژو کار هم په ټپه ولاړ و.