د پاکستان ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان د عبدالقدیر خان پر مړینه چې د پاکستان د اټمي انرژۍ پلار بلل کېږي، خواخوږي وښوده.
عبدالقدیر خان نن د ۸۵ کلونو په عمر په اسلام اباد کې مړ شو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، شیخ رشید احمد، نن یکشنبه په اسلام اباد کې په دې اړه یوه کنفرانس ته وویل: "نن یو لوی انسان ومړ. هغه یو لوی ساینس پوه و چې د دې هېواد لپاره یې په جذبه، عزت، درناوي او زیاتو هڅو سره خدمت وکړ چې د ۱۹۹۸میلادي کال د مې میاشتې پر ۲۸مه یې نتیجه د ټولې نړۍ پر وړاندې څرګنده شوه. د پاکستان ټول ملت هغه ته سلامي کوي او په پوره رسمي درناوي سره به خاورو ته وسپارل شي."
پاکستان لومړنۍ اټمي ازموینه د ۱۹۹۸ میلادي کال د مې میاشتې په وروستیو کې وکړه.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون نن یکشنبه اعلان وکړ عبدالقدیر خان چې د سږو تکلیف ورته پیدا شوی و، روغتون ته له راوستلو وروسته ساه ورکړه. تر دې مخکې ویل شوي و چې نوموړی په کرونا ویرس اخته شوی دی.