راپورونه: د هرات د ښځو د زندان پخوانی مدیره، عالیه عزیزي ورکه ده

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

راپورونه وايي، په هرات ولایت کې د ښځو د زندان مدیره، عالیه عزیزي د تلې له لسمې نېټې راهیسې ورکه ده.

د هغې ورور، بشیر عارفي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل، خور یې له ۱۴ کلونو راهیسې د پولیسو په بېلابېلو څانګو کې کار کړی.

عارفي وايي، خور یې د طالبانو تر واکنمېدو وروسته د دې ډلې په غوښتنه خپلې دندې ته حاضره شوه: "د هرات محلي ادارې یعنې طالبانو له هغې غوښتنه وکړه چې همکاري ورسره وکړي او خپلې دندې ته حاضره شي. هغه خپلې دندې ته لاړه، خو د شنبې له ورځې یعنې د اکتوبر میاشتې د دویمې نېټې له دوولسو بجو راهیسې ورکه ده چې موږ یې په اړه اطلاع نه لرو."

بل خوا د هرات لپاره د طالبانو د حکومت مرستیال والي، مولوي شېر احمد عمار مهاجر، ازادي راډیو ته وویل، د عالیې عزیزي د لادرکۍ علت کورنۍ ستونزه ده چې دوی یې په اړه پلټنې کوي.

د طالبانو له خوا پخوانيو دولتي کار کوونکو او چارواکو ته د عمومي عفوې له اعلان سره- سره ځینې کسان نیول شوي، ځورول شوي او ان وژل شوي دي.