ګرجستان کې له یوې نړیدلې ودانۍ د ۸ کسانو مړي را ایستل شوي

د باتومي ښار

د ګرجستان په ساحلي ښار باتومي کې د یوې ودانۍ له یوې نړېدلې برخې د اتو کسانو مړي ایستل شوي چې ۳ تنه یې ماشومان دي.

د ژغورنې عمله نه پوهېږي چې د جمعې په ورځ د دې اووه پوړیزې ودانۍ د یوې برخې د نړېدو پر مهال په ودانۍ کې څو کسان وو؟

په دې ودانۍ کې چې ټولټال ۱۲ اپارتمانونه وو، د قربانیانو د پلټنې عملیات اوس هم روان دي.

د پولیسو په باور امکان شته چې د ودانۍ یوه برخه د لومړي منزل په یوه اپارتمان کې د بیارغونې د کار له کبله نړېدلې وي.

د دې اپارتمان خاوند او دوه کارګر له اصولو د جدي سرغړونې په تور نیول شوي دي.

د ګرجستان حکومت د دې پېښې له کبله راروانه دوشنبه د ملي ماتم د ورځې په توګه اعلان کړې ده.