روسيه: د منع شوېو الکولو د څښلو له کبله د مړو شمېر ۲۹ ته لوړ شو

د روسیې د اورنبرګ سیمه چېرته چې دا الکول جوړېدل.

روسي چارواکي وايي، د منع شوېو الکولو د څښلو له کبله د مړو شمېر ۲۹ ته لوړ شوی دی.

تر دې مخکې دغه شمېر ۲۶ ښوول شوی و.

په جنوبي سیمه اورنبرګ کې د دې پېښې په تړاو نور کسان هم نیول شوي دي.

په سیمه کې یوه دولتي چارواکي اورین­ډې خبري شبکې ته وویل، ۲۸ نور کسان بستر شوي چې ۱۳ تنه یې په خراب روغتیايي وضعیت کې دي.

په اورنبرګ کې پولیس په پلورنځیو کې د ممنوع الکولو د موندلو لپاره په پراخه تالاشي بوخت دي.