امیرخان متقي: امریکا دې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي 

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چې له امریکايي چارواکو سره یې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو او د دوحې د موافقې د عملي کولو په اړه خبرې کړي.

د افغانستان او امریکا پلاوو نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې دوه ورځنۍ خبرې پیل کړې.

د الجزیرې ټلوېزیون د راپور له مخې ښاغلي متقي همدا راز پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان پر شتمنیو لګېدلی بندیز لېرې کړي.

د امریکا حکومت په اګسټ میاشت کې اعلان وکړ چې د نژدې نهه نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان بانک زېرمې یې کنګل کړي دي.

ښاغلي متقي ویلي دي چې ده او ملګرو یې له امریکايي پلاوي سره د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د یوې نوې پاڼې د پرانیستو په اړه هم خبرې کړي.

متقي زیاتوي چې دوی د افغانستان د روانو حالاتو په اړه هم خبرې وکړې.

له دې مخکې اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړ چې دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین ویلي، د طالبانو حکومت به په افغانستان کې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره له امریکا سره همکاري ونه کړي.

داعش ډلې په کندز ولایت کې د پرونۍ حملې په ګډون په افغانستان کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

شاهین ویلي موږ کولای شو چې د داعش ډلې مخه په خپله ونیسو.