طالبان: کابل کې هغه کسان نیول شوي چې غوښتل یې هندو لږکي وځوروي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند د هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې د دوی په وینا په کابل کې یې هندوان ځورولي وو.

ذبیح الله مجاهد پر ټویټر په یو لنډ بیان کې ویلي، هغه کسان چې په کابل کې د اهل هنود اقلیت د ازار او اذیت سبب شوي وو، ټول د کابل د امنیه قوماندانۍ له لوري ونیول شول او عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي شول.

ښاغلي مجاهد په دې اړه چې دا کسان څوک دي او د کومې پېښې په تړاو نیول شوي په مشخص ډول څه نه دي ویلي، خو د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان د کابل په پروان مېنه کې، یوې ګردوارې ته ننوتي او تلاشي یې کړې ده.

هنریار زیاته کړې وه: "په ګردواره کې یو شمېر کسان- دا چې طالبان وو که نه وو، نه پوهېږم، ننوتلي، امنیتي کمرې یې ماتې کړي، ټول درمسال یې چک کړی او هغه محافظین چې په دروازه کې وو، د هغوی خولې یې تړلې دي."

د پروان مېنې د ګردوارې مشر ګورنام د پېښې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښې د هندوانو او سکانو د امنیت په اړه د دوی اندېښنې لازیاتې کړي دي.