د ایران لومړنی منتخب ولسمشر ابوحسن بني صدر په حق ورسېد

د ایران لومړنی منتخب ولسمشر ابوحسن بني صدر

د ایران لومړنی منتخب ولسمشر ابوحسن بني صدر نن د ۸۸ کلونو په عمر په پاریس کې په حق ورسېد.

د بني صدر کورنۍ په یوه بیان کې ویلي چې نوموړي له اوږدې ناروغۍ وروسته نن د اکتوبر په نهمه د پاریس په یوه روغتون کې ساه ورکړه. په بیان کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

بني صدر په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب په پایله کې د سلطنت له پرځېدو وروسته د ایران منتخب ولسمشر شو، خو وروسته له دې چې له ایرانه ووت، د اسلامي نظام له سرسختو منتقدانو څه وو.

نوموړی هغه مهال چې ۵۲ تنه امریکايي وګړي د ۴۴۴ ورځو لپاره په تهران کې د امریکا په سفارت کې برمته شول د ایران ولسمشر و.

بني صدر د ایران لومړنی ولسمشر و، چې له ۱۶ میاشتې دندې وروسته د پارلمان له خوا استیضاح شو.

د بني صدر د جنازې د مراسمو په اړه تراوسه کوم اعلان نه دی شوی.