انګېلامېرکل د جرمني د صدراعظمې په توګه اسرائیلو ته ځي

انګېلا مېرکل

انګېلامېرکل چې د جرمني صدراعظمې په توګه یې دنده پای ته رسېدلې ده، نن اسرائیل ته ځي.

مېرمن مېرکل به د دې سفر پر مهال د اسرائیل له ولسمشر اسحق هیرځوګ او صدراعظم نفتالي بینېت سره وګوري.

اسرائیل ته د مېرمن مېرکل سفر لومړی په اګسټ میاشت کې پلان شوی و، خو د افغانستان د جریاناتو له کبله دا سفر لغوه شو.

ټاکل شوې د سېپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې د جرمني انتخابي حکومت ډېر ژر د چارو واګي ترلاسه کړي او د انګېلامېرکل د کار اوږده موده پای ته ورسېږي.

د خدای په امانۍ د سفرونو په لړ کې مېرمن مېرکل د تېرې اوونۍ په پیل کې د پاپ د لېدو لپاره واتیکان ته ولاړه.