د مقاومت جبهه: پنجشېر کې زموږ د ځواکونو ډله ییز قبر موندل شوی

د افغانستان په نقشه کې د پنجشیر ولایت

د طالبانو مخالفه د مقاومت جبهه ادعا کوي چې په پنجشېر ولایت کې د دې ډلې د ځواکونو یو ډله ییز قبر موندل شوی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو د سیمه ییزو استخباراتو مشر مولوي میرآغا ازادي راډیو ته وویل، یوه ډله کسان چې د جګړې په ترڅ کې وژل شوي او د سیمې د خلکو له خوا ښخ شوي وو، اوس یې مړي موندل شوي دي.

د طالبانو د سرچینو په وینا دا ډله ییز قبر پرون د تلې په ۱۶مه د پنجشېر د رُخې ولسوالۍ په بخشي خېل کلي کې و چې درې مړي ترې ایستل شوي دي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دې ګور کې اته مړي موندل شوي چې ټول د پنجشېر اوسېدونکي دي.

دوی ادعا کوي چې د دې کسانو لاسونه له شا تړل شوي وو.

له بلې خوا د مقاومت جبهې یوه قوماندان صالح محمدرېګستاني پر فیسبوک د مقاومت د جبهې د غړو د ډله ییز قبر د موندلو خبر تایید کړی دی او دا یې یو بوږنوونکی خبر بللی.