د ګرجستان پولیسو د پخواني ولسمشر ساکاشویلي ځینې پلویان نیولي

د ګرجستان پولیس

د ګرجستان پولیسو د پخواني ولسمشر میخاییل ساکاشویلي یو شمېر پلویان نیولي دي.

دوی د هغه توقیف ځای مخې ته چې ساکاشویلي په کې ساتل کېږي، په اعتراض لاس پورې کړی و.

پرون د اکتوبر په اتمه په روستاوي ښار کې لسګونه کسان راټول شوي وو او د ساکاشویلي د ازادۍ لپاره یې شعارونه ورکول.

ساکاشویلي د اکتوبر په لومړۍ نېټه هغه مهال توقیف شو چې په اوکراین کې د تبعید د دورې له تېرولو وروسته ګرجستان ته راستنېده.

نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې د محکمې له خوا له خپلو صلاحیتونو په ناوړه استفاده او فساد تورن وپېژندل شو.