په پام کې ده چې د عراق پارلماني انتخابات سبا د اکتوبر په لسمه ترسره شي.
پر عراق د امریکا له حملې وروسته چې په نتیجه کې یې د صدام حسین رژیم نسکور شو، دا په دې هېواد کې پنځم ځل پارلماني انتخابات دي.
د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د منسوبانو د رای ورکولو لپاره پرون د اکتوبر اتمه نېټه په پام کې نیول شوې وه.
د راپورونو له مخې د رای ورکولو پرونی بهیر له لاس وهنو او مداخلې پرته ترسره شو. تمه ده چې عام خلک به سبا سهار په اوو بجو د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړي.
د عراق پېژندل شوي روحاني مشر مقتدی صدر د انتخاباتو په درشل کې ویلي چې دی او پلویان یې په دې تمه دي چې دا ځل به د دوی له ډلې څخه یو کس د عراق د راتلونکي صدراعظم په توګه غوره شي.