اذربایجان کې د حکومت د مخالف ګوند یو فعال په ۱۳ کاله بند محکوم شو

نیام‌الدین احمدوف

باکو کې یوې محکمې نن د اذربایجان د خلکو د جبهې د مخالف ګوند یو فعال په ۱۳ کاله بند محکوم کړ.

نیام‌الدین احمدوف د ترهګریز تمویل په تور محکوم شوی دی، خو هغه او ملاتړو یې دا تورونه رد کړي دي.

د احمدوف خپلوانو او همکارانو ته دا اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د محکمې د حکم د اعلان پر مهال حضور ولري.

د محکمې په وروستۍ پرېکړه، احمدوف خپله بې‌ګناهي تکرار کړه او د ځان په وړاندې تورونه‌یې بې‌اساسه وبلل.

د هغه وکیل وویل چې هغه به د محکمې د پرېکړې په وړاندې د استېناف غوښتنه وکړي.

د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف انتقاد کوونکي وايي چې په هېواد کې چارواکي اکثراً د اپوزېسیون فعالین، ژورنالېستان، د بشري حقونو مدافعین او د مدني ټولنې فعالین له کوم دلیل پرته پر حکومت د نیوکو له امله بنديانوي.

خو علییف تل دا تورونه رد کړي دي.