دمیتري موراتوف او ماریا رسا د سږ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکي شول

د ناروې د نوبل کمېټې رئیس بریټ ریس انډرسن موبایل کې د دمیتري موراتوف او ماریا رسا انځورونه

د روسیې د خپلواکې ورځپاڼې (نوو ایا ګازتا) لوی مدیر دمیتري موراتوف او فیلیپین ټبره امریکایۍ ژورنالېسته ماریا رسا د سږ کال نوبل د سولې جایزې ګټونکي بلل شوي دي.

دا جایزه به په فیلیپین او روسیه کې د بیان د ازادۍ لپاره مبارزه کې د دوی د زړورتیا لپاره رسا او موراتوف ته ورکړل شي.

د ناروې نوبل کمېټې رئیس بریټ ریس انډرسن نن په اوسلو کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ناروې نوبل کمېټې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل د سولې جایزه ماریا رسا او دمیتري موراتوف ته ورکړي چې د بیان د ازادۍ د ساتلو لپاره‌یې هڅه کړې او دا د ډیموکراسۍ او تلپاتې سولې لپاره یو شرط دی."

د نوبل د سولې جایزه تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیو، اف، پي) ته ورکول شوې وه.

د ملګرو ملتونو دغه برخې دا جایزه د نړۍ لوږې سره مبارزه کې د دوی د ښې ونډې له امله ترلاسه کړې وه.