د امریکا عدلیې وزارت: یو افغان د سړي تښتونې سربېره په نورو جرمونو هم تورن شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وایي یو افغان چې ۲۰۰۸ کال کې د سړي تښتونې له تورونو سره مخ و، اوس په نورو جرمونو هم تورن شوی.

حاجي نجیب‌الله چې د سړي تښتونې د تورونو د رسیدګي لپاره تېر کال له اوکرائینه امریکا ته انتقال شو، پرون پر امریکايي ځواکونو د بریدونو تور هم پرې ولګېد.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي په نجیب‌الله باندې نوې دعوه په افغانستان کې د طالبانو د قوماندان په توګه د هغه کارونه دي چې له امله‌یې دی په بېلابېلو ترهګریزو جرمونو تورن بلل کېږي.

نجیب‌الله په دې تورن دی چې د امریکا د درېیو عسکرو او د هغوی د افغان ژباړونکي په وژنه کې لاس لري.

د عدلیې وزارت په تورن پاڼه کې دا ادعا هم شوې چې نجیب‌الله یا د هغه لاس لاندې کسانو د ۲۰۰۸ کال په اکټوبر کې یوه امریکایي هلیکوپټره هدف ګرځولې او نسکوره کړې یې ده.

د اسوشیټډ پرس د راپورونو له مخې د نجیب‌الله وکیل د نویو تورونو په تړاو له څه ویلو ډډه کړې ده.

تمه ده نجیب‌الله د اکټوبر په ۱۵مه د نیویارک په فدرال محکمه کې حاضر شي او د جرمونو د ثابتېدو په صورت کې به په عمري بند محکوم شي.