د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

ارشیف، چک جمهوریت کې یو انتخاباتي مرکز

نن او سبا د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې ترسره کېږي.

چکان داسې وخت دې ټاکنو کې ګډون کوي چې اوسنی صدراعظم او کاندید اندري بابېش د هغه د تجارت او بهرنیو جایدادونو په تړاو له ګڼو پوښتنو سره مخ دی.

وړاندوینې ښيي چې بابېش او د هغه ګوند "انو" (ANO) به مخکې وي، خو د رایو له اکثریت ګټو شاته بلل شوی.

د بابېش دوه ملاتړي واړه ګوندونه کیڼ اړخی سوشیال ډیموکرات او کمونېست ګوند ښايي کافي څوکۍ ونه‌ګټي چې په پارلمان کې پاتې شي.

دا چاره به د دې لامل شي چې «ANO» ګوند د ښي اړخي ملتپالي ګوند سره ائتلاف وکړي.