د خوست قومي مشران او دیني عالمان: طالبان دې ادارو کې مسلکي کسان وګوماري

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله، د رئیس‌الوزرا لومړي مرستیال ملا برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي انځورونه او د طالبانو بیرغونه

د خوست قومي مشرانو او دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې په ادارو کې مسلکي او په کار پوه کسان وګوماري.

غونډې ته د خوست یوه دیني عالم مولوي عبدالقدوس امیري له طالبانو وغوښتل چې له ټولو تجربه‌کار کسان په کار وګوماري.

ده زیاته کړه: "او بله مهمه مسئله دا ده چې هر څوک چې د یوه رئیس یا مدیر په حیث د چا په عوض کې راځي باید مخکېنی کس نهیلی لاړ نه‌شي، بلکې باید په یوه بل پوسټ کې استخدام کړل شي ځکه چې حکومت د هر چا دی، د یوه مولوي، یوه طالب یا یوه قومي مشر نه‌دی."

دوی په عین حال کې له طالبانو وغوښتل چې خپل اساسي اصول وړاندې کړي.

دوی وايي، طالبان باید د هېواد په کچه داسې اساسي اصول جوړ کړي چې نړیوال او په خپله افغانان په دې پوه شي چې د نوي حکومت تګلاره څه شی ده؟

دوی همداراز وویل، باید په نظام کې ټول قشرونه ځان وویني او په‌کار ده چې د قومونو د یووالي لپاره کار وشي.

پرون په بدخشان کې هم یو شمېر ښځو چې په تېر حکومت کې یې کار کړی، له طالبانو وغوښتل چې په دولتي ادارو کې د کار اجازه ورکړي.