عبدالرزاق ګرنا د ادبیاتو د نوبل جایز وګټله

د ادبیاتو د نوبل جایزې ګټونکی عبدالرزاق ګرنا

عبدالرزاق ګرنا د ادبیاتو د نوبل جایز وګټله، دی په خټه د تانزانیا دی او اوس په بریتانیا کې فعالیت کوي.

د سویډن د نوبل اکاډمۍ غړي مټس مالم نن د ښاغلي عبدالرزاق د بریالي کېدو اعلان په یو لړ رسمي مراسمو کې وکړ.

مالم زیاته کړه: "د ۲۰۲۱ کال د ادبیاتو نوبل جایزه ناول لیکونکي عبدالرزاق ګرنا ته ورکړل شوه. د کولونیلزم د اغېزو په تړاو او هم د فرهنګ او لویو وچو ترمنځ په خلیج کې د کډوالو د برخلیک اړوند د هغه د غیر سازش منونکو او زړه سوانده کارونو له کبله دا جایزه ورکول کېږي."

د نوبل د سږ کال د جایزو مراسم د اکټوبر له څلورمې پیل شوي.

تمه ده سبا د نوبل د سولې جایزې ګټونکی/ګټونکي اعلان شي.

د راپورونو له مخې د نوبل د سولې جایزې لپاره د ګڼو کاندیدانو په سر کې د بلاروس د رژیم د جلا وطنې مخالفې سویتلانا تیخانوفسکایا او د روسیې د حکومت د سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ نومونه راغلي.