د اکتوبر ۷مه؛ پر افغانستان د امریکا د برید ۲۰ کاله پوره شول

پر افغانستان د امریکا لومړنی برید

نن د اکتوبر اوومه په افغانستان کې پر طالبانو او القاعده ډلې د امریکا او د هغې د متحدینو د برید د پیل له شلمې کلیزې سره برابره ده.

امریکا د القاعدې د ځپلو لپاره له خپلو متحدینو سره په ګډه په افغانستان برید وکړ چې په نتیجه کې یې د طالبانو رژیم هم ونړاوه.

په تېرو شلو کلونو کې لسګونه زره امریکايي او ناټو عسکرو په افغانستان کې حضور درلود او په بېلابېلو سیاسي، امنیتي،اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشول.

له کله چې امریکا د ۲۰۲۱ اګست په وروستیو کې خپل شل کلن حضور په افغانستان کې پای ته ورساوه هماغه طالبان چې د دوی د بریدونو په سبب یې رژیم نړېدلی وو بېرته په افغانستان واک ترلاسه کړ.