د 'افغان معیار' د چرګانو فارم ورځ کې۲۵۰ زره هګۍ بازار ته وړاندې کوي

ارشیف؛ په کندهار کې چرګانو فارم

د افغان معيار د چرګانو دانې د توليد او د چرګانو د روزنې فارم په ورځني ډول ۲۵۰ زره هګۍ تولید او بازار ته وړاندې کوي.

د طالبانو په مشرۍ حکومت د کرنۍ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي، ياد فارم د ۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د کرنې د پراختيا صندوق «ADF» په مالي ملاتړ د کابل د ګل باغ په سيمه کې جوړه شوې ده چې ۱۲۰ کسانو ته یې د کار زمينه برابره کړې ده.

په خبر کې راغلي، یاد فارم په ورځني ډول د ۳۰۰ زره چرګانو د ساتنې او پالنې وړتیا لري.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې اوس هم افغانستان د چرګانو د هګۍ له پلوه په ځان بسیا نه دی او تر ډېره داړتیا وړ د چرګانو هګۍ له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه واردېږي.

دم ګړۍ د افغانستان په بازارنو کې د فارمي چرګانو د یوې هګۍ بیه ۸ افغانۍ او د کورنیو چرګو د یوې هګۍ بیه بیا تر لسو افغانیو پورې رسېږي.