د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو پرضد مبارزه کوو

افغان ماشوم د پولیو ضد واکسین اخېستو په حال کې

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو سربېره د پولیو پر ضد د دې سازمان هڅې له ځنډ پرته روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل چې د پولیو واکسین په تورخم او د دوستۍ له دروازې سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمه کې بیا پيل شوی دی.

ډبلیو ایچ او همدا راز وایي چې د اګسټ له میاشتې راپه دې خوا یې مهم درمل او روغتیایي تجهیزات د افغانستان ۳۶۰ روغتیایي مرکزونو ته استولي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له څو ګوتو په شمېرو هېوادونو څخه دی چې لا هم په کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي شته.