پوتین: د اوکراین له لارې د ګازو صادرات ۸ سلنه زیات شوي

د روسیې ولسمشر

د روسیې ولسمشر وایي، د اوکراین له لارې د ګازو صادرات اته په سلو کې زیات شوې دي.

ولادیمیر پوتین پرون د کابینې یو شمېر غړیو ته د ویډیو کنفرانس له لارې دا خبر ورکړ.

پوتین وویل: "زموږ ژمنې د شوي تړون له مخې د اوکراین د ګازو د ټرانزیټ شبکې له لارې په کال کې څلوېښت میلیارده متر مکعب ته رسېږي او سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ګاز پروم شرکت د اوکراین له لارې صادرات اته فیصده زیات کړې دي. زه په ډاډ سره ویلی شم چې داوکراین له لارې به زموږ د ګازو صادرات نور هم زیات شي."

د روسیې ولسمشر په داسې وخت کې دا خبره کوي چې اوکرایني چارواکي بیا-بیا دا خبره کوي چې د نورډ سټریم دوه په نوم د ګازو د نوي پایپ لاین جوړېدو اوکراین د روسیې د ګازو د ټرانزیټ له درکه د میلیونونو ډالرو ګټې څخه محروم کړی دی.