ملګري ملتونه: افغانستان د برېښنا د بېل د پرې کولو غوښتنه نه ده کړې

کابل ښار

د ملګرو ملتونو ویاند وایي، د افغانستان له لورې یې داسې غوښتنه نه ده ترلاسه کړې چې ملګري ملتونه د دغه هېواد د برېښنا د بیلونو پيسې ورکړي.

سټیفن دوجاریک پرون دا خبره وروسته تر دې وکړه چې داسې راپور خپور شو چې د افغانستان برېښنا شرکت له ملګرو ملتو غوښتې ديچې د منځنۍ اسیا هېوادو ته د افغانستان د برېښنا د لګښت نوي ملیونه ډالر پور ورکړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې د افغانستان برېښنا شرکت وایي، که دا پیسې په درېیو میاشتوکې د منځنۍ اسیا هیوادو ته ونه رسیږي پر افغانستان به برېښنا قطع کړي.

د اګست له پنځلسمې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی د منځنۍ اسیا هیوادونو ته افغانستان د وارداتي برېښنا پیسې نه دې ورکړل شوي.

افغانستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته د وارداتي برېښنا د لګښت لپاره د میاشتې له ۲۰ تر ۲۵ ملیونونه ډالر ورکوي.