سیګار: هغه ادعاوې څیړو چې ویل کیږي اشرف غني پیسې وړي

محمد اشرف غني

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحد ایالاتونو پلټونکې اداره یا سیګار غواړي چې هغه ادعاوې وڅیړي چې ویل کېږي له افغانستانه تللي ولسمشر محمد اشرف غني لسګونه میلیونه ډالر له ځان سره وړي دي.

د سیګار مشر جان سوپکو پرون په واشنګټن کې د استازیو جرګې د یوې کمېټې غونډې ته وویل چې د حکومت د اصلاحاتو یوې کمېټې له سیګار څخه په دې برخه کې د پلټنو هیله کړې ده.

اشرف غني د اګسټ په پنځلسمه په هغه ورځ چې طالبان کابل ته داخل شول له افغانستانه ووت.

ده بیا وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې له متحد عربي اماراتو څخه وویل چې د لسګونو میلیونونه ډالرو د ایستلو تور د ده د شخصیت د وژنې لپاره لګول شوی دی او دی دې ته چمتو دی چې د ملګرو ملتونو له لوري یو پلاوی د دې تورونو سپیناوی وکړي.