سوداګر: د سپین بولدک – چمن لار بندښت به میلیونونه افغانۍ زیان را واړوي

د سپین بولدک-چمن دروازه

طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د کندهار سپین بولدک-چمن لار د مسافرو د تګ راتګ او سوداګرو پر مخ تړلې ده.

د کندهار ولایتي ادارې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه د تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د مسافرو د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ چارو پر مخ تړلې ده.

دا مهال د دروازې دواړو لورو ته په زرګونه خلک او په سوداګریزو توکو بار په سلګونه موټرونه بند پاتې دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبد الباقي بینا وايي، د دغه دروازې د تړل کېدلو دوام به دوی ته میلیونونه افغانۍ زیان واړوي.

ښاغلی بینا زیاتوي: "په بولدک کې د وچې او تازه میوې او سبزیجاتو موټر ولاړ دي هغه غاړې ته هم ولاړ دي، د بولدک د دروازې له خاطره موږ په ډېره ستونزو کې یو، د ټولو خلکو هیله دا ده، هر څومره چې ژر کېږي دا لار خلاصه شي."

د کندهار د تازه میوې د اتحادي مشر حاجي نانی اغا وايي، د سپین بولدک چمن لار د تړل کېدو له امله تر ټولو ډېر زیات بڼوال او د تازه میوو سوداګرو ته رسېږي.

د حاجي ناني اغا په وینا اوس چې د انګورو او انارو د حاصلاتو ټولولو وخت دی دوی تېره ورځ اړ شول چې خپل ۱۵ زره کارېګر له دندې جواب کړي.

نانی اغا زیاتوي: "دا چې دروازه تړل شوې دا د ټول افغانستان په تاوان ده ځکه د ټولو افغانستان تګ راتګ پر دغه لار دی، د لارې دې خوا ته د انګورو او انارو موټران ولاړ دي هغه غاړې ته د کیلو او سبزیجاتو موټران ولاړ دي، موږ پرون خپل ۱۵ زره کارېګر رخصت کړل کار بند شو."

د کندهار انار

په عین وخت کې د کندهار اوسیدونکي وايي، د دروازې له تړلو سره هم مهاله په کندهار کې د خوراکي توکو قیمتونه لوړ شوي او که دروازه همداسې بنده وي دغه بیې به نورې هم لوړې شي.

د خلکو په وینا د دروازې دواړو غاړو ته په زرګونه مسافر چې له ډېرو سره ناروغان دي بند پاتې دي.

د کندهار ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني لوري افغان ولسي خلکو او سوداګرو ته ستونزي جوړولې چې له امله یې دوی اړ شول چې دغه لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړي.

چارواکو په اعلامیه کې زیاته کړې، څو چې له پاکستاني لوري سره د ستونزې بشپړ حل ته رسیږي دروازه به تړلې وي.

په اعلامیه کې راغلي: "‏د سپین بولدک ـ چمن دروازه به د هر ډول تګ را تګ پر مخ تر هغو بنده وي، څو پاکستاني لوری هلته شته ستونزي هواري نه کړي."

پاکستاني لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.