سوداګر: د سپین بولدک-چمن لارې د تړل کېدو دوام به ملیونونه افغانۍ زیان راواړوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک-چمن دروازه

د کندهار ولایتي ادارې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه د تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د مسافرو د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ چارو پر مخ تړلې ده.

دا مهال د دروازې دواړو لورو ته په زرګونه خلک او په سوداګریزو توکو بار په سلګونه موټرونه بند پاته دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د دغه دروازې د تړل کېدلو دوام به دوی ته ملیونونه افغانۍ زیان واړوي.

ښاغلی بینا زیاتوي: "په بولدک کې د وچې او تازه مېوې او سبزیجاتو موټران ولاړ دي، هغه غاړي ته هم ولاړ دي، د بولدک د دروازې له خاطره موږ په ډېره ستونزه کې یو، د ټولو خلکو هیله دا ده، هر څومره چې ژر کېږي دا لار دې خلاصه شي."

د کندهار د تازه مېوې د اتحاديې مشر حاجي ناني اغا وايي د سپین بولدک-چمن لار د تړل کېدو له امله تر ټولو ډېر زیان باغ لرونکو او د تازه مېوې سوداګرو ته رسېږي.

سپین بولدک-چمن کې یو شمېر سوداګریز مالونه او لارۍ

د حاجي ناني اغا په وینا اوس چې د انګورو او انارو د حاصلاتو ټولولو وخت دی، دوی تېره ورځ مجبور شول چې خپل ۱۵ زره کاریګر له دندي ځواب کړي.

دی وايي: "دا چې دروازه تړل شوې دا د ټول افغانستان په تاوان ده ځکه د ټول افغانستان تګ راتګ پر دغه لار دی، د لارې دې خوا ته د انګورو او انارو موټران ولاړ دي، هغه غاړې ته د کېلو او سبزیجاتو موټران ولاړ دي، موږ پرون خپل ۱۵ زره کاریګر رخصت کړه، کار بند شو."

په عین وخت کې د کندهار اوسېدونکي وايي، د دروازې له تړل کېدو سره هم‌مهاله په کندهار کې د خوراکي توکو قیمتونه لوړ شوي او که دروازه همداسې بنده وي دغه بیې به نورې هم لوړې شي.

د خلکو په وینا د دروازې دواړو غاړو ته په زرګونه مسافر چې له ډېرو سره ناروغان دي، بند پاته دي.

د کندهار ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سپین بولدک پر دروازه پاکستاني لوري افغان ولسي خلکو او سوداګرو ته ستونزې جوړولې چې له امله‌یې دوی مجبور شول چې دغه لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي.

د سپین بولدک-چمن دروازه کې ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته د اوښتو په تمه

چارواکو په اعلامیه کې زیاته کړې تر څو چې له پاکستاني لوري سره د ستونزې بشپړ حل ته رسېږي دروازه به تړلې وي.

اعلامیه کې زیاته شوې: "د سپین بولدک-چمن دروازه به د هر ډول تګ راتګ پر مخ تر هغو بنده وي، تر څو پاکستاني لوری هلته شته ستونزې هوارې نه‌کړي."

پاکستاني لوري تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.