طالبان: د کابل په پغمان کې ۴ داعشیان ژوندي نیول شوي

ارشیف

طالبان وايي، تېره شپه یې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې ۴ غړي ژوندي نیولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، طالب ځواکونو د پغمان ولسوالۍ په پشه يي سیمه کې د دغو کسانو ترڅنګ یو شمېر وسلې او اسناد هم نیولي دي.

داعش وسله والو ددې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.