په کابل کې زرګونه کسان د پاسپورټ د دفتر مخته راټول شوي

د پاسپورټ ریاست دفتر مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د پاسپورټ دفتر د پرانیستلو له اعلانه یوه ورځ وروسته نن په کابل کې زرګونه کسان د پاسپورټ د دفتر مخته راټول شوي چې د پاسپورت تقاضا وکړي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو امنیت ساتونکو ځیني کسان ووهل چې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ مخه ونیسي.

طالب چارواکي وايي چې د پاسپورټ وېش به د شنبې له ورځې پیل کړي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاسپورټ او تذکرې دفترونه تړل شوي وو.