تاجکستان: سږ افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادروو

ارشیف، افغانستان کې د برېښنې ستنې

تاجکستان وايي، سږ کال به افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادره کړي.

د تاجک چارواکو په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستانه یو میلیون او سل زره ډالره پوروړی دی.

له بلې خوا د افغانستان برېښنا شرکت مسوولان وايي، دا هېواد د برېښنا له درکه له ګاونډیو هېوادونو ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی.

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې افغانستان باید د سېپټمبر تر پایه ګاونډویو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا ۹۰ میلیونه ډالره پور ورکړي.

افغانستان له تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي.