ناپېژاندو وسله والو په لغمان ولایت کې یو دیني عالم وواژه.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د پېښې د تایید په ترڅ کې وايي چې تېر ماښام نامعلومو وسله والو د لغمان د قرغیو ولسوالي په چهارباغ سیمه کې د یوه جامع جومات خطیب نورالوهاب د لمانځه پر مهال وویشت.
د دې پېښې د انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دې پېښې مسوولیت کومې دلې په غاړه نه دی اخیستی.