د جرمني دفاع وزارت به سر له نن چهارشنبې، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د تجربو په اړه بحثونه کوي.
له دغو تجربو ترلاسه شوې نتیجه به د لوېدیځې افریقا د هېواد مالي په څېر هېوادونو لپاره په ماموریتونو کې وکارول شي.
د افغانستان په شل کلن ماموریت کې د جرمني ځواکونو لږ تر لږه ۵۹ غړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
ډېری جرمني ځواکونه د افغانستان په شمال کندز ولایت کې دېره وو چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر اتمه پر دغه ښار ولکه ټینګه کړه.
تردې یوه اوونۍ وروسته طالبانو کابل هم ونیوه چې ورسره لوېدیځ هېوادونه اړ شول له افغانستانه ووځي.
تراوسه د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼو رهبرانو ویلي، د طالبانو په رسمیت پېژندل د طالبانو په چلند پورې تړاو لري.
د ازادي راډیو خبریال په جرمني کې مېشت د سیاسي مسایلو له تحلیلګر توریالي ځاځي د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، جرمني د افغانستان له ۲۰ کلن ماموریت څخه څه زده کړل؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له ځاځي سره مرکه